ایم ایس ایف: افغان میندو او نوزېږو ماشومانو ته د خدماتو رسول حیاتي اهمیت لري

ارشیف: په خوست کې نوي زېږېدلي ماشومان

د بې پولې ډاکترانو ټولنه یا 'ایم ایس ایف' وايي، افغانستان کې میندو او نوزېږو ماشومانو ته د روغتیايي خدماتو رسول حیاتي اهمیت لري.

د دې ټولنې د افغانستان څانګې پرون په خپله ایکس شبکه کې لیکلي، میندو او نوزېږو ماشومانو د مړینو او ناروغیو کمول، په افغانستان کې د دوی مهم ماموریت دی.

د بې پولې ډاکترانو ټولنه وايي په ۲۰۲۲م کال کې د دوی روغتیايي ډلو له ۴۲زره ۸۰۰ زېږونونو سره مرسته کړې، چې په دې ډله کې ۲۱۱۰ زېږونونه د جراحۍ عملیاتو په مرسته شوي دي.

د افغانستان په لیرو پرتو سیمو کې خلک شکایت کوي، چې له لسیزو راهیسې وړ روغتیايي خدمات نه وررسېږي.