ملګرو ملتونو په کندهار کې د اوبو لګولو یو کانال جوړ کړی

ارشیف

د ملګرو ملتونو پراختیايي ادارې یا 'یو این ډي پي' په کندهار کې د اوبو لګولو د یوه کانال د چارو د بشپړېدو خبر ورکړ.

دغې ادارې پرون په خپل ایکس شبکه کې لیکلي، د کندهار په حاجیانو کلا سیمه کې به له دغه کانال څخه ۳۰۰ کسان ګټه اخلي.

د مطلب له مخې د دې بشپړ شوي کانال په مرسته به ۷۵۰ جریبه کرنیزه ځمکه خړوبه او د ځايي اوسېدونکو د کرنیزو محصلاتو ودې ته به زمینه برابره کړي.

د کډوالۍ نړیوال سازمان وايي، ۷۹ سلنه افغانان د څښاک، پخلي، حمام او ځان مینځلو لپاره کافي اوبه نه لري.