د سوډان د پوځ مشر او د قطر امیر لیدنه؛ پر ننګونو او اوسني وضعیت یې خبرې کړي

ارشیف

د سوډان د پوځ مشر عبدالفتاح البرهان پرون پنجشنبه د قطر له امیر سره په کتنه کې د سوډان پر وضعیت خبرې وکړې.

د قطر حکومت په یوه اعلامیه کې ویلي، د سوډان د پوځ مشر له امیر شیخ تمیم بن حمد الثاني سره په کتنه کې په سوډان کې پر اوسني وضعیت او چلنجونو بحث وکړ.

دا له کله چې په اپرېل میاشت کې په سوډان کې جګړه پیل شوې، د البرهان درېیم بهرنی سفر دی.

هغه په وروستیو ورځو کې مصر او جنوبي سوډان ته هم تللی و.

د البرهان په مشرۍ پوځ د چټک ملاتړ ځواکونو په نوم له ملېشه وو سره په جګړه بوخت دی چې په نتیجه کې یې لږ تر لږه ۵۰۰۰ کسان وژل شوي، خو اټکل کېږي چې واقعي شمېر به خورا زیات وي.