د چین یو لوړپوړی پلاوی د شمالي کوریا د تاسیس په کالیزه کې ګډون کوي

ارشیف: د شمالي کوریا د نظامي پرېډ یو انځور

ټاکل شوې د چینايي چارواکو یو لوړپوړی پلاوی د شمالي کوریا د تاسیس په پنځه اویایمه کالیزه کې د ګډون لپاره پیونګیانګ ته سفر وکړي.

د شمالي کوریا د تاسیس دغه ملي ورځ د سپټمبر پر نهمه نمانځل کېږي او په اټومي وسلو سمبالې شمالي کوریا مخکې داسې اشارې ورکړي چې غواړي د دغو مراسمو پر مهال پوځي پرېډ هم ترسره کړي.

د شمالي کوریا یوه چارواکي د دغه هېواد مرکزي خبري اژانس ته ویلي، د چین یو پلاوی به چې مشري به یې د چین مرستیال صدارعظم لیو ګوژونګ کوي، د شمالي کوریا د تاسیس په پنځه اویایمه کالیزه کې برخه واخلي.

د دغه چارواکي په خبره دغه سفر د شمالي کوریا د واکمن ګوند او حکومت په رسمي بڼه ترسره کېږي.