د پاکستان حکومت د کاناډا د په غوښتنه پرون چهارشنبې دغه هېواد ته د ۶ زره افغانانو د لېږلو پلان تصویب کړ.
د پاکستان حکومت وویل، دا ۶ زره هغه افغانان دي چې اوس په پاکستان کې اوسي او د کال تر پایه به کاناډا ته ولېږل شي.
د کاناډا د حکومت له پلان سره سم، کاناډا ته د شپږ زره افغانانو د انتقال لګښت او د هر کس په سر د خروج ۳۰ ډالره به د کاناډا سفارت ورکړي.
د کاناډا سفارت به همداراز د هغو افغانانو جریمه هم پرې کړي چې په پاکستان کې د ویزې له خلاصېدو وروسته په دغه هېواد کې پاتې شوي دي.
هر افغان چې تر قانوني مودې زیات په پاکستان کې پاتې شوی وي باید ۸۰۰ ډالره جریمه ورکړي.