د روغتیا نړیوال سازمان ۲۷ افغان روغتیاپالانو ته روزنه ورکړې

د روغتیا نړیوال سازمان ویلي، د کورس ګډونوالو په بېړنیو حالاتو کې د ښو لومړنیو روغتیایي خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې اړینه پوهه او مهارتونه ترلاسه کړل.

د روغتیا نړیوال سازمان یا 'ډبلیو ایچ او' په یوه روزنیز کورس کې په لسګونو روغتیا پالانو ته په دې اړه روزنه ورکړې چې په بېړنیو حالاتو کې هغو پېښو ته چې په کې خلکو ته ډېره مرګ ژوبله پېښېږي، په څه ډول رسېدنه وکړي.

د دې سازمان د افغانستان څانګې پرون چهارشنبې پر خپله ټولنیزه شبکه ایکس کې ویلي چې په دغه پنځه ورځني کورس کې د افغانستان له اوو زونونو ۲۷ روغتیا پالانو ګډون کړې وو چې پنځه یې ښځینه روغتیا پالانې وې.

د روغتیا نړیوال سازمان ویلي، د کورس ګډونوالو په بېړنیو حالاتو کې د ښو لومړنیو روغتیایي خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې اړینه پوهه او مهارتونه ترلاسه کړل.