د ماشومانو د ساتنې نړیوال سازمان یا 'سېف د چلډرن' وایي، نړیواله ټولنه باید په اوسني وخت کې افغانستان ته شا نه کړي.
په افغانستان کې د دغه سازمان مشر ارشد ملک پرون چهارشنبه یوه خبرپاڼه کې چې د دغه سازمان پر ویبپاڼه خپره شوې ویلي، افغانستان د وچکالۍ پرلهپسې درېیم کال تجربه کوي چې ورسره خوراکي موادو او اوبو ته لاسرسی سخت شوی.
په خبرپاڼه کې راغلي چې افغان کورنۍ او په ځانګړې توګه ماشومان د وچکالۍ د قربانیانو په سر کې دي.
'سېف د چلډرن' ویلي، د هغې سروې له مخې چې دوی د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې ترسره کړې، شپږ اویا فیصده ماشومانو ویلي، د تېر کال پرتله یې خوراکي مواد کم شوي دي.
دغه سازمان ویلي، نړیواله ټولنه باید په بروکسل کې د افغانستان په اړه د راتلونکې اوونۍ غونډه کې له افغانستان سره د بشري وضعیت په ښه کېدو کې عملي ژمنې وکړي.
تر دې وړاندې د خوړو نړیوال پروګرام او یو شمېر نورو خیریه ټولنو ویلي چې له افغانستان سره بشري مرستې کمې شوي او د اړمنو کسانو د پوښښ ساحه محدوده شوې ده.