په تورخم کې له نښتې وروسته پاکستان دا لاره تړلې

د تورخم دروازې یوه څنډه

په تورخم کې د طالبانو د حکومت او پاکستان د پوله ساتو ځواکونو له پرونۍ جګړې وروسته پاکستان دغه لاره تړلې ده.

اسوشېټېډپرېس خبري اژانس د تورخم د یوه مسوول نصر الله خان په حواله ویلي، تر اوسه د پرونۍ وسله وال شخړې اصلي لامل روښانه نه دی.

دغه پاکستاني چارواکي ویلي، پوځي مسوولان یې د افغانستان له چارواکو سره په تماس کې شوي چې په سیمه کې د لانجې د زیاتېدا مخه ونیسي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت پرون د تورخم جګړه تایید کړه، خو د ورځې تر پایه یې نور جزییات ورنه کړل.

په تورخم کې یوې سرچینې ازادي راډیو ته وویل چې د طالبانو د حکومت ۴ پوله ساتي پرونۍ شخړه کې وژل شوي دي، خو د طالبانو رسمي سرچینو څه نه دي ویلي.

تورخم کې د پاکستان د کمیسارۍ یوه مسوول بیا د مشال راډیو له خبریال سره خپلې خواته د دوو کسانو د ټپي کېدو خبره کړې ده.