د امریکا د بهرنیو چارو وزیر کییف ته د خپل ناببره سفر پر مهال ویلي، هېواد یې د امکان تر حده د اوکراین ملاتړ ته دوام ورکوي.
انټوني بلېنکن پرون چهارشنبه په یوه نا اعلان شوي سفر اوکراین ته ولاړ او د هغه هېواد له ولسمشر ولودمیر زیلینسکي سره یې وکتل.
بلېنکن ویلي، ولسمشر جوبایډن د دې سفر غوښتنه ترې کړې چې پر اوکراین د روسیې د یرغل پر مهال د خپل هېواد د ملاتړ ډاډ ورکړي.
د بلېنکن په وینا، د اوکراین په دفاعي عملیاتو کې مهم پرمختګونه شوي چې په باور یې ډېر هڅونکي دي.
د هغه له دغه سفر سره همهاله د اوکراین په ختیځ کې د روسي ځواکونو په یوه برید کې لږ تر لږه ۱۷ تنه ووژل شول.