د هوا پېژندنې نړیوال سازمان وایي، ځمکې د خپلې شمالي نیمې کرې تر ټولو ګرم اوړی چې په اګست میاشت کې یې تودوخه د ریکارډ تر کچې رسېدلې او ورسره مرګ ژوبله هم مله وه، تر شا پریښې.
د ملګرو ملتونو دغې ادارې او د اروپایي ټولنې د اقلیم ادارې، کوپرنیکس نن چهارشنبې وویل چې اګست میاشت د سږني کال د جولای له میاشتې وروسته چې تر ټوله ګرمه میاشت ثبت شوې، دوهمه ګرمه میاشت وه.
ساینسپوهان د تودوخې د زیاتوالي د دغې ګرمې څپې عوامل د اقلیم په بدلون کې د انسانانو رول، د ډبرو سکرو او طبعي ګازو سوځول اوهم په آرام سمندر کې د ایل نینو په نوم د هوا د نوې پدیدې فشارونه بولي.