د طالبانو حکومت اسیايي لوبو ته د ۱۷ ښځینه ورزشکارانو استول رد کړل

ارشیف: د افغانستان د بایسکل ځغلونې د لوبډلې ځينې لوبغاړې

د طالبانو تر کنټرول لاندې د المپیک ملي کمېټې اسیایي لوبو ته د ۱۷ تنه افغان ښځينه ورزشکارانو د استولو په اړه د رویټرز راپور رد کړ.

د المپیک ملي کمېټې لپاره د طالبانو ټاکل شوی مشر احمدالله وثیق د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو ته په یوه لیکلي پيغام کې وویل چې په دغو لوبو کې له افغانستانه ۱۳۳ ورزشکاران ګډون کوونکي، خو په‌کې نجونې نه‌شته او په دې اړه دوی کوم بیان نه‌دی خپور کړی.

رویټرز خبري اژانس د چهارشنبې په ورځ سهار مهال د المپیک ملي کمېټې د یوه بیان له مخې راپور ورکړی و چې افغانستان اسیایي لوبو ته ۱۷ تنه ښځينه ورزشکارانې استوي.

راپور کې راغلي و چې د افغانستان د المپیک کمېټه دا ۱۷ تنه ورزشکارانې مېرمنې د چارواکو له یوې ډلې سره د اتلیتیک لوبو، بایسکل ځغلولو او والیبال په برخو کې چین ته لېږي.

اسیایي لوبې د روانې سپټمبر میاشتې له ۲۳مې څخه د اکټوبر تر اتمې پورې د چین په هانګ ژو ښار کې ترسره کېږي.

د طالبانو حکومت په تېرو دوو کلونو کې له ښځو د سپورټ حق اخیستی، د نجونو منځني ښوونځي او لېسې بندې شوي او په ډېری دفترونو کې د ښځو پر کار بندیز لګېدلی دی.