سولیوان: د روسیې او شمالي کوریا ترمنځ د وسلو اړوند خبرې د پرمختګ په حال کې دي

د امریکا د ملي امنیت سلاکار جک سولیوان

د امریکا د ملي امنیت سلاکار جک سولیوان پرون وویل چې د روسیې او شمالي کوریا ترمنځ د وسلو اړوند خبرې عملاً د پرمختګ په حال کې دي.

هغه د شمالي کوریا مشر کیم جونګ اون ته خبرداری ورکړ چې که د اوکراین د جګړې لپاره روسیې ته وسلې ورکړي نو هېواد به یې د دې کار بیه پرې کړي.

سولیوان وویل، روسیې ته د وسلو برابرول به د شمالي کوریا لپاره ښه نه وي او که دا کار وکړي نو بیه به یې نړیوالې ټولنې ته پرې کړي.

کریملین پرون وویل، له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره د کتنې لپاره روسیې ته د کیم جونګ اون د سفر د راپورونو په اړه د ویلو لپاره هېڅ هم نه لري.