سعودي عربستان او روسیه: په خپله خوښه به د روان کال تر پایه د تېلو د تولید کمولو ته دوام ورکړو

د روسیې د تېلو د تولید یو مرکز

سعودي عربستان او روسیې نن سې شنبې وویل چې دوی به په خپله خوښه د روان کال ترپایه د تیلو په تولید کې کموالي ته دوام ورکړي.

دغه هیوادونه، دغه کارد دې لپاره کوي چې د تیلو بیې لوړې شي.

د سعودي عربستان د انرژۍ وزارت نن په یوه اعلامیه کې وویل، چې دا هیواد به د روان ۲۰۲۳ کال د ډسمبرمیاشتې ترپایه په ورځ کې د یوملیون بیرله تیلو کموالي ته چې له جولای میاشتې راهیسې یې عملي کوي، دوام ورکړي.

روسیې هم ویلي، چې د دې کال ترپایه به په ورځ کې درې سوه زره بیرله کم تیل صادروي.

سعوي عربستان د اوپک د سازمان او روسیه هم له دې سازمان سره د تړلي اتحاد غړي دي.