بوریل: ایران یو سویډنی دیپلومات له ۵۰۰ ورځو راهیسې په ناقانونه ډول بندي کړی

د اروپایي ټولنې د بهرني سیاست مسوول، جوزیپ بوریل

د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پالیسۍ مشر نن تایید کړه، چې یو سویډنی ډيپلومات له نژدې یونیم کال راهیسې په ایران کې بندي دی.

جوزیپ بوریل د اسپانیا په کادیز Cadizښار کې یوې غونډې ته له رسېدو وروسته خبریالانو ته وویل، ۳۳ کلن جان فلودیرُس Johan Floderus چې د اروپايي ټولنې لپاره یې کار کاوه له ۵۰۰ ورځو راهیسې په غیرقانوني ډول په ایران کې نیول شوی.

بوریل وویل چې بروکسل د دې ډيپلومات د خوشې کېدو لپاره نه ستړې کېدونکې هڅې کوي.

د تېرکال په جولای میاشت کې وروسته له دې چې سویډن، په ۱۹۸۸م. کال کې د زرګونه کسانو د ډلوژنې د قضیې په اړوند یو ایراني وګړي ته د عمري بند سزا واوروله.

ایران اعلان وکړ، چې د جاسوسۍ په تور یې یو تن نیولی دی.