د روسیې دفاع وزارت د اوکراین درې بې‌پیلوټه الوتکې نسکورې کړي

د مسکو یوه څنډه کې د بې پیلوټه الوتکې د برید له کبله د اوښتو زیانونو یو انځور

د روسیې دفاع وزارت وایي، نن سهار وختي یې د اوکراین لږ تر لږه درې بې‌پیلوټه الوتکې نسکورې کړي دي.

د دغو الوتکو د بریدونو هدف د روسیې پلازمېنه مسکو ښودل شوی دی.

رویټرز خبري اژانس د روسیې د دفاع وزارت په حواله ویلي چې د هوایي دفاع سیستمونو یې دوه الوتکې د کالوګا او توور پر فضا او درېیمه هغه یې په ایسترا سیمه کې له منځه وړې ده.

د روسیې خبري اژانس راپور ورکړی چې د دغو الوتکو د وېرې له کبله د مسکو په هوایي ډګرونو کې نژدې ۵۰ الوتنې لغوه یا ځنډېدلي دي.

د روسیې پر اهدافو په ځانګړې توګه کریمیا ټاپوزمه او له اوکراین سره نژدې سرحدي سیمو باندې نژدې هره ورځ اوکراین د بې پیلوټه الوتکو بریدونه ترسره کوي.

په تېره مې میاشته کې د کریلمین پر فضا هم د اوکراین دوه بې‌پيلوټه الوتکې وویشتل شوې.