جرمني د افغان کډوالو د غړو د بیا یوځای کېدو په قانون کې نرمښت راوستی

د جرمني بیرغ

جرمني ځینو هغو افغانانو ته چې دوه ښځې لري اجازه ورکړې چې خپله دویمه ښځه له افغانستانه دغه هېواد ته راوغواړي.

ځينو جرمني رسنیو په دې اړه راپورونه خپاره کړي او د لږ تر لږه دوو بېلګو یادونې یې کړې دي.

جرمني حکومت د کورنیو د غړو د بیا یوځای کېدو په قانون کې څه ناڅه نرمښت راوستی.

د راپورونو له مخې د جرمني د شمالي راین ایالت د هخ زاورلاند سیمې چارواکو دوو افغانانو ته اجازه ورکړې چې خپلې دویمې ښځې او ماشومان له افغانستانه راولي.

راپور زیاتوي چې په یوه کور کې یو سړی له خپلو دوو ښځو او نهو ماشومانو سره اوسي او د بل افغان دوه ښځې بیا په جلا کورونو کې له خپلو ماشومانو سره مېشتې دي.

په جرمني کې له یوې د ډېرو ښځو لرل ناقانونه دی او د چارو شننونکي اندېښمن دي چې ښايي افغان کورنیو ته ځينې ستونزې جوړې شي.

جرمني د ۲۰۲۱ کال له اګست را وروسته لسګونه زره افغانانو ته پناه ورکړې ده.