سپینه ماڼۍ: د روسیې او شمالي کوریا د وسلو اړوند بحثونه د پرمختګ په حال کې دي

سپینه ماڼۍ

سپینه ماڼۍ وایي، د روسیې او شمالي کوریا ترمنځ د وسلو اړوند بحثونه په فعاله توګه د پرمختګ په حال کې دي.

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت شورا ویاندې ادریانا وتسون پرون دوشنبه ویلي، تمه ده چې د شمالي کوریا مشر کیم جونګ اون په همدې هدف د روسیې له ولسمشر ولادمیر پوتین سره هم وګوري.

د ازادي راډیو د خبر مرکزي څانګې د نیویارک ټایمز په حواله هم ویلي چې کیم جونګ اون به په همدې میاشته کې د روسیې ولادیفو ستوک ساحلي ښار ته سفر وکړي، دا ښار د شمالي کوریا او چین پولو ته نږدې پروت دی.

سپینې ماڼۍ تېره اونۍ وویل، روسیه غواړي له شمالي کوریا څخه د اوکراین د جګړې په خاطر وسلې ترلاسه کړي.

د سپینې ماڼۍ ویاندې زیاته کړې، دوی له شمالي کوریا غوښتنه کوي چې له روسیې سره د وسلو د معاملې پر سر خبرې ودروي او مسکو ته د هر ډول وسلو له ورکړې ډډه وکړي.