د ملګرو ملتونو پراختیایي پروګرام یا 'یو این ډي پي' په یوه روزنیز کورس کې د ۲۵ سوداګرو ښځو د ګډون خبر ورکوي.
د دې پروګرام د افغانستان څانګې پرون یکشنبې په خپله ټولنیزه شبکه ایکس کې ویلي چې په یوه درې ورځني روزنیز کورس چې د کابل، پروان او وردګو ولایتونو څخه د کوچنیو او منځنیو سوداګریزو چارو ۶۰ تنو کاروباریانو ګډون کړی، ګډونوالو ته یې د انلاین تبلیغاتو، د خپلو محصولاتو د برند کولو یعنې بازار ته په خپلې ځانګړې نښې د عرضه کولو او د انټرنېټ له لارې د پلور په اړه روزنه ورکول کېږي.
په سوداګریزو چارو کې دغو ښځو ته روزنه داسې مهال ورکول کېږي چې د راپورونو له مخې په تېرو څه باندې دوو کلونو کې چې طالبان بیا پرافغانستان واکمن شوي، ډېرو ښځو خپلې دندې له لاسه ورکړي اوهغوی چې سوداګریزې چارې مخ ته وړي هم له ډیرو ننګونو سره مخ دي.