رسنۍ: افغانستان به ژر د اوسپنې پټلۍ له لارې له چابهار بندر سره ونښلول شي

د چابهار بندر یوه څنډه

د ایراني رسنیو د راپور له مخې افغانستان به ډېر ژر د اوسپنې پټلۍ له لارې د ایران له چابهار بندر سره ونښلول شي.

د ایران د مهر خبري آژانس تېره ورځ د طالبانو د حکومت د اوسپنې پټلۍ د ادارې د رییس بخت الرحمن شرافت له قوله خبر ورکړی چې ویلې یې دي، د نیمروز ولایت د اوسپنې پټلۍ به ډېر ژر د چابهار له بندر سره ونښلول شي.

شرافت په خپله ټولنیزه شبکه ایکس کې چې پخوا ټویټر نومېده ویلي چې دغه پروژه به افغانستان له سمندرسره ونښلوي.

د مهر خبري آژانس د همدې ادارې د ویاند عبدالسمیع دراني خبرې هم رااخیستې چې ویلي یې دي له چابهار بندر څخه د افغانستان تر پولې د ۱۴۰ کیلومتره پټلۍ د ډېرې برخې کار بشپړ شوی دی.