د عراق په کرکوک ښار کې د اعتراضونو پرمهال درې کسان وژل شوي او ۱۶ تنه نور ټپیان شوي دي.
د یوه سیمه ایز روغتون مشر زاهد خلف فرانسپرس خبري اژانس ته ویلي، چې دوه کسان په سر او دریم په ټټر په مرمۍ لګېدلي دي.
په کرکوک کې چې د څو توکمونو وګړي ژوند پکې کوي، له څو ورځني کړکېچ وروسته ګرځبندیز لګیدلی دی.
ګرځبندیز پرون مازیګر وروسته له هغه اعلان شو، چې په سیمه کې دوه سیالې ډلې؛ یوې خوا ته کردان او بلې خوا ته ترکمنان او عربان د اعتراضونو لپاره راووتل.
دا اعتراضونه د امنیتي ځواکونو له شتون سره سره په تاوتریخوالي واوښتل.