اوکراین: د روسیې ۲۲ بې پيلوټه الوتکې مو را غورځولې دي

پېښې ته د نږدې سیمې یو تصویر

د اوکراین هوايي ځواک وايي، چې د هوايي مدافعې سیسټم یې د روسیې له ۲۵ ډرونونو څخه ۲۲ راغورځولي دي.

اوکرایني چارواکو نن وویل، د روسیې دا بې پیلوټه الوتکې په جنوبي ښار اودیسې کې د دانیوب سیند پر بندري تاسیساتو د برید پرمهال په نښه شوې دي.

د دوی په وینا دې بریدونو دوه ملکي وګړي ټپیان کړي دي.

مسکو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د ملګروملتونو او ترکیې په منځګړتوب د تړون تر فسخ کېدو وروسته دانیوب سیند، د اوکراین د غلې د صادراتو په اصلي لاره بدل شوی دی.