د روغتیا نړیوال سازمان د افغانستان ټولو ولایتونو ته د ناروغیو د مخنیوي لپاره د ژوند ژغورونکو معلوماتو د استولو خبر ورکوي.
WHO نن پر ایکس شبکې په یوه بیان کې ویلي، چې د تعلیمي او معلوماتي موادو شاوخوا یو میلیون نسخې ولایتونو ته پر لاره دي څو د ناروغیو د مخنیوي په برخه کې د ټولنو په پوهاوي کې مرسته وکړي.
WHO اوس مهال د ټول هېواد په کچه د ځانګړو ناروغیو د ۱۳ روغتونونو، د ۶ سیمه ایزو روغتونونو، ۲۶ ولایتي روغتونونو، د ولسوالیو په کچه د ۶۹ کلینیکونو او همداراز د څو نورو روغتیايي مرکزونو ملاتړ او لاسنیوی کوي.