د ملګرو ملتونو عمومي منشي د نړۍ له خلکو وغوښتل، چې د ښې راتلونکې لپاره په ګډه مبارزه وکړي.
انتونیو ګوتیرش پرون (سپتمبر ۲) په افریقا کې د اقلیم د نړیوال کنفرانس په درشل کې په یوه ویډیویي پیغام کې چې پر اېکس یا پخواني ټویټر خپور شو، د نړۍ د اقلیم د بدلون په مخنیوي کې د ځوانانو رول مهم وباله:
نوموړي وویل:
"په ځانګړې توګه، د ځوان نسل ژمنتیا چې موږ یې شاهدان یو، د نړیوال اقلیم د بدلون په مخنیوي کې مهم رول لوبولی دی، دوی وښودله چې مشرتابه باید څه ډول وي. په نیروبي کې د افریقا د اقلیم په سرمشریزه کې، زه به د نړۍ ټول مشران وهڅوم چې عمل وکړي. او زه له تاسو څخه غواړم چې د بدلون لپاره خپل غږ پورته کړئ. ملګري ملتونه ستاسو سره دي، راځئ چې د ښه او روښانه راتلونکي لپاره په ګډه مبارزه وکړو."
د افریقا نړیوال اقلیم کنفرانس به د سپټمبر له څلورمې څخه تر شپږمې نیټې پورې د کینیا په پلازمینه نایروبي کې جوړ شي.
افغانستان یو له هغو هېوادونو دی، چې د اقلیمي بدلونو له اغېزو کړیږي.
د یونیسف د راپور په اساس، د افغانستان ماشومان د تودې هوا په خاطر د اقلیمي بدلون له اصلي زیانګالو دي.