د امریکا ولسمشر د توپان ځپلو د خواخوږۍ لپاره فلوریډان ته روان شو

د متحده ایالاتو ولسمشر جوبایډن

د امریکا ولسمشر جوبایډن نن فلوریډا ته روان شو، څو په دې ایالت کې د دالیا په نوم د سمندري توپان یا هریکان زیانونه وارزوي او له توپان ځپلو خلکو سره خواخوږي څرګنده کړي.

اټکل کېږي چې ښاغلی بایډن به له جمهوریپال والي ران دې سانتیس سره، چې ښايي د ولسمشرۍ د انتخاباتو کاندید وي، ونه ګوري.

ډیموکرات ولسمشر بایډن خبریالانو ته وویل، چې دی به له والي سره وګوري خو د دې سانتیس ویاند وروسته وویل چې دا کتنه نه ده پلان شوې.

د هغه په وینا د دې لیدنې لپاره امنیتي تیاري به یوازې له توپان ځپلو خلکو سره د مرستې هڅې زیانمنې کړي.

دې سانتیس د ۲۰۲۴ کال د ولسمشرۍ انتخاباتو ته د جمهوریپال ګوند له لوري درېدلی دی، خو د مقدماتي نظر سنجیو له مخې مخکینی ولسمشر ډونالډټرمپ تر ده مخکې دی.