طالبان په جولای کې د ۵۶ بشري پروګرامونو په مخنیوي تورن شول

افغانستان سره د بشري مرستو یوه څنډه

د ملګرو ملتونو امنیت شورا په یوه تازه راپور کې وايي، چې په تېره جولای میاشت کې په افغانستان کې ۵۶ پروګرامونه د بشري چارو پر وړاندې د خنډونو له کبله په موقت ډول ځنډېدلي دي.

په راپور کې راغلي دي، چې په دې خنډونو کې د پروژو په تطبیق کې د طالبانو د لاسوهنې، د بشري مرستو د پرسونل او امکاناتو د تګ راتګ د مخنیوي او د هغوی پر وړاندې د تاوتریخوالي موارد هم شامل دي.

راپور زیاتوي، چې د طالبانو پالیسیو او چلند هم په افغانستان کې د بشري بحرانونو پرمهال د مرستو د رسولو هڅې ستونزمنې کړې دي.