پاکستان: شمالي وزیرستان کې د پوځ یو جګړن او ۲ سرتېري وژل شوي

په شمالي وزیرستان کې د پاکستان د پوځ یو موټر - ارشیف

پاکستان وایي، په شمالي وزیرستان کې له وسله والو سره د جمعې په ورځ د نښتو پرمهال د دوی جګړن امیر عزیز او دوه سرتېري وژل شوې دي.

پر پاکستاني پوځیانو د اکثرو بریدونو مسوولیت تحریک طالبان پاکستان ډلې اخیستی دی.

سږکال د ( ټي ټي پي) د بریدونو پرمهال تر پنځه سوه ډېر پاکستاني پولیس او پوځیان وژل شوي دي.

د پاکستان پوځ په تېرو اتو میاشتو کې د خپلو دوه سوه شپاړس افسرانو او عسکرو د وژل کیدو پخلی کړی دی.

د امریکا متحدو ایالتونو او ملګرو ملتو ( ټي ټي پي) ډله د ترهګرو په لست کې شمیرلې ده.