پاکستان: افغان چارواکي زموږ د تهدیدونکو خلاف په اقدام کولو مسوول دي

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویانده، ممتاز زهرا بلوچ

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت یو ځل بیا د طالبانو پر حکومت غږ وکړ، چې د هغو کسانو پرضد دې لاس په کار شي چې پاکستان تهدیدوي.

د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوچ پرون په اسلام اباد کې خبرې غونډې ته وویل، چې دا د طالبانو مسوولیت دی، د دوی نړیوال مسوولیت دی، د دوی دوه اړخیز مسوولیت دی او د دوی درې اړخیز مسوولیت دی لکه څرنګه چې یې د پاکستان، چین او افغانستان په غونډه کې ژمنه کړې وه.

کله چې له ممتاز زهرا بلوچ څخه پوښتنه وشوه، چې د بهرنیو چارو وزارت خو خبر ورکړی و چې طالبانو یوشمیر هغه وسله وال نیولي دي چې په پاکستان کې یې په بریدونو کې لاس درلود او افغان طالبانو دا خبره رد کړې ده، اغلې بلوچ په ځواب کې وویل چې دا د افغان چارواکو مسوولیت دی چې د هغو خلکو او ادارو پرضد اقدامات وکړي چې پاکستان تهدیدوي.