د اوکراین ولسمشر روانه میاشت د ملګرو ملتونو کلنۍ او د امنیت شورا ځانګړې غونډې ته ورځي

د اوکراین ولسمشر ولودومیر زیلینسکي د ملګرو ملتونو له سرمنشي سره - ارشیف

د اوکراین ولسمشر ولودومیر زیلینسکي به روانه میلادي میاشت په نیویارک کې د ملګرو ملتونو په کلنۍ غونډه کې برخه واخلي او د امنیت شورا په هغه غونډه کې به ګډون وکړي، چې د اوکراین لپاره جوړیږي.

دا خبره په ملګرو ملتونو کې د البانیا استازي فرید خوخا پرون خبریالانو ته وکړه.

البانیا د سپتمبر د میاشتې لپاره د امنیت شورا د پنځلس غړیو د شورا مهالنۍ مشري کوي.

تمه ده، چې د نړۍ مشران د سپتمبر له اتلسمې د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې برخه واخلي او ټاکل شوې ده چې د اوکراین په اړه د امنیت شورا غونډه د سپتمبر په شلمه جوړه شي.