طالبانو د امنیتي کمرو د نصب په اړه د بخښنې نړیوال سازمان دریځ رد کړ

د کابل یوه څنډه کې طالب وسله وال. په دغه برج کې امنیتي کمرې هم نصب شوي دي.

د طالبانو تر کنټرول لاندې د کورنیو چارو وزارت په کابل ښار کې د امنیتي کمرو د نصب په اړه د بخښنې نړیوال سازمان دریځ رد کړ.

دغې سازمان ویلي وو چې په عامه ځایونو کې د کمرو نصبول د افغانانو اساسي حقونه نقضوي.

د بخښنې نړیوال سازمان زیاته کړې، د دې طرحې عملي کول د طالبانو د هغو سختګیرانه سیاستونو دوام ښيي چې د دوی له‌خوا پر افغانانو په ځانګړې ډول پر ښځو وضعه شوي دي.

خو د طالبانو د کورنیو چارو وزارت نن جمعه پر خپل ایکس شبکه یا پخواني ټویټر لیکلي، د امنیتي کمرو نصبول یو ضرورت دی او د دوی په خبره دا یوازې په افغانستان کې نه، بلکې په ټولو هېوادونو کې عام دی.

دغې وزارت زیاته کړې، په اسلامي شرعیت کې هیچاته اجازه نه ورکول کېږي چې څوک د چا خصوصي حریم تهدید کړي او یا يې ترې نظارت وکړي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت په وروستیو کې په کابل ښار کې د څه باندې ۶۲ زره امینتي کمرو د نصب خبره کړې وه چې د یو شمېر افغانانو غبرګون يې هم له ځانه سره لاره.