د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو لویه کمېشنري وايي، په پام کې لري سږ میلادي کال په فاریاب ولایت کې له څه باندې ۳۰۰ کسانو سره چې ځانګړې اړتیاوې لري، مرسته وکړي.
دغې ادارې نن د عابدې په نوم د یوې ۴۵ کلنې بېځایه شوې کونډې عکس هم خپور کړ چې ۷ ماشومان لري او اوس د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د لویې کمېشنرۍ په مرسته توانېدلې د چرګو د هګیو په خرڅولو سره عواید ترلاسه کړي.
ملګرو ملتونو ویلي، په افغانستان کې بشري مرستو ته د اړو کسانو شمېر تر ۲۹ میلیونو اوښتی دی.