د ملګرو ملتونو سرمنشي روسیې ته نوی پیشنهاد وړاندې کړی

د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټېرېش

د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټېرېش روسیې ته نوی پیشنهاد وړاندې کړی چې له مخې یې نړیوالو بازارونو ته د غله‌جاتو او سرې د انتقال زمینه برابره شي.

دا کار د هغې موافقې د بیا احیا لپاره کېږي چې په مرسته یې اوکراین وکولی شي، داسې وخت چې لوږه په نړۍ کې زیاته ده خپل ۳۳زره ټنه غله جات صادر کړي.

مسکو په هغه پیشنهاد خوشحاله نه دی چې څو ورځې مخکې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګی لاوروف ته لېږل شوی دی.

لاوروف د ترکیې د بهرنیو چارو له وزیر هاکان فیدان سره تر کتنې وروسته پرون یوه کنفرانس ته وویل، ده انقرې ته د اقداماتو یو لېست سپارلی چې لوېدیځ یې باید د اوکراین د غله‌جاتو د صادراتو د بیا پیل لپاره وکړي.