د ارمنستان او اذربایجان پر پوله نښتې؛ هر لوري د مرګ ژوبلې د اوښتو خبر ورکړی

د ارمنستان سرتېري د جګړې پر مهال

نن جمعه د ارمنستان او اذربایجان پر پوله د توپونو تر ډزو وروسته هر لوري د مرګ ژوبلې خبر ورکړی دی.

د ارمنستان دفاع وزارت وايي په سوتک ښارګوټي کې تر سختو نښتو وروسته د دوی دوه سرتېري وژل شوي او بل ټپي شوی دی.

بل لوري ته اذربایجان د ارمنستان ځواکونه په همدې سیمه کې د ډزو په پیل تورنوي او وايي، د اذربایجان یو سرتېری ټپي شوی دی.