د امریکا د کانګرس پر ودانۍ د یرغل په جرم دوه کسان په اوږده بند محکوم شول

د کانګرس پر ودانۍ د یرغل یو انځور

په واشنګټن کې یوه فدرالي قاضي د ښي اړخې پراوډ بوایز ډلې دوه پخواني مشران د کانګرس پر ودانۍ د یرغل په جرم په اوږده بند محکوم کړل.

جوزف بیګس او زاخاري ریل پرون د اګست په ۳۱مه په ترتیب سره په ۱۷ او ۱۵ کلونو بند محکوم شول.

بیګس او ریل د 'پراوډ بایز یا سرلوړوځوانانو' ډلې لومړني غړي دي چې د ۲۰۲۰ کال په ټاکنو کې د ډونالډ ټرمپ د ماتې د لغوه کولو د هڅې او د کانګرس پر ودانۍ د ۲۰۲۱ کال د جنورۍ په ۶ مه د یرغل په جرم په اوږده بند محکومېږي.

د بند دا مودې د هغه څه نیمايي دي چې څارنوالان یې په لټه کې و.