ترکیې د تور سمندرګي غلو نوښت تړون د بیا احیا کولو پر اهمیت ټینګار وکړ

د عکس ښي لور ته د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان او چپ لور ته د روسیې د بهرنیو چارو له وزیر سرګي لاوروف

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان په مسکو کې د روسیې د بهرنیو چارو له وزیر سرګي لاوروف سره په لیدنه کې د نړیوال خوراکي خوندیتوب لپاره د تور سمندرګي غلو نوښت تړون د بیا احیا کولو پر اهمیت ټینګار وکړ.

هاکان فیدان د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان او د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین ترمنځ د کتنې د چمتووالي په خاطر مسکو ته سفر کړی دی.

سرګي لاوروف له خپل ترکي سیال سره په ګډه خبري غونډه کې وویل چې که د روسیې لخوا مطرح شوې ستونزې هوارې شي نو مسکو به بېرته تړون راستون شي.

دغه تړون د ۲۰۲۲ کال د جولای په میاشت کې د ملګرو ملتونو او ترکیې په منځګړیتوب لاسلیک شو، خو روسیه تېره میاشت ورڅخه ووته او شکایت یې وکړ چې د لوېدیځ بندیزونو د دغه هېواد د خوراکي توکو او کیمیاوي سرې د صادراتو مخه نیولې او د غلې دانې ډېر لږ مقدار تر ټولو غریبو هېوادونو رسېږي.

ترکیه له هغه راهیسې هڅه کوي چې مسکو قانع کړي چې دغه تړون ته ورشي.