بدخشان کې ترافیکي پېښه؛ د یو طالب قومندان په ګډون شپږ کسان وژل شوي

ارشیف

د بدخشان په یاوان ولسوالۍ کې د طالبانو د یوه قومندان په ګډون شپږ تنه ترافیکي پېښه کې وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي.

په بدخشان کې د طالبانو د حکومت امنیه قومندانۍ په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې پېښه پرون پنجشنبه هغه مهال وشوه چې د دوران خیورس په نوم دغه قومندان د د کورنۍ له غړو سره د خپل زوی واده ته روان و چې هایلکس موټر یې چپه شو.

دوران خیورس په راغ کې د طالبانو د یوه کنډک قومندان و.

نور وژل شوي څلور نارینه او یوه ښځه ښودل شوې ده.