یو پاکستانی وګړی په ایټالیا کې د خپلې لور د وژنې په تور محاکمه کېږي

ارشیف

د ایټالیا یو لوړپوړی چارواکی وایي، هغه کس چې د خپلې اتلس کلنې لور د قتل په تور تر تعقیب لاندې و، له پاکستانه ایتالیا ته انتقال شوی او هغه هېواد کې به محاکمه کېږي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، شبار عباس د تېر کال په نومبر کې د پاکستان په ختیځ کې د خپلې پېغلې لور د قتل په تور نیول شوی دی.

د تورن کس لور د ۲۰۲۱ کال په اپرېل کې وروسته له هغه په ایټالیا کې تري تم شوه چې پاکستان ته یې د واده په خاطر له سفر کولو ډډه وکړه.

د ایټالیا د عدلیې وزیر کارلو نوردیو ویلي، دا له یوه لوی جنایت ورسته د عدالت د ټینګښت په لوري یو ګام دی.

هغه ویلي چې تورن کس ایټالیا ته پر لاره دی.

دغه کس د خپلې لور وژل رد کړي دي.