زیلینسکي: اوکراین د اغېزناکې هوایي قوې لپاره ۱۶۰ جېټ الوتکو ته اړتیا لري

د اوکراین ولسمشر ولودمیر زیلینسکي

د اوکراین ولسمشر ولودمیر زیلینسکي وایي، هېواد یې له هغه شمېر څخه زیاتو جنګي جېټ الوتکو ته اړتیا لري چې ژمنه یې ورکړل شوې ده.

زیلینسکي د پرتګال له ملي رسنۍ سره په یوه تلوېزیوني مرکه کې چې پرون پنجشنبه خپره شوې ویلي، اوکراین کې د اغیزناکې هوایي قوې لپاره ۱۶۰ جېټ الوتکو ته اړتیا لري.

هغه وایي، دا شمېر الوتکې له دوی سره مرسته کوي چې پر خپل فضایي حریم د روسیې د برلاسي مخنیوی وکړي.

زیلینسکي وایي، ده تراوسه د پنځوسو تر شپیتو پورې ایف-۱۶ امریکایي جېټ الوتکو د ورکړې ژمنې له اروپایي هېوادونو څخه ترلاسه کړي دي.

ډنمارک، هالند او ناروې هغه اروپایي هېوادونه دي چې اوکراین ته یې د دغو جنګي الوتکو د ورکړې ژمنې ورکړي دي.