په عراق کې ځیني قضایي سرچینې وایي، په دغه هېواد کې یوې محکمې ۵ تنه د یوه امریکایي وګړي سټیفان ترول د وژنې په تور په عمري حبس محکوم کړل.
یوې قضایي سرچینې د نوم نه ښودو په شرط فرانس پرېس اژانس ته ویلي چې په محکومو شویو کسانو کې څلور د عراق او یو د ایران وګړی دی.
د سرچینې په وینا، پنځو واړو محکومو شویو کسانو د قتل په جرم اعتراف کړی، خو په وینا یې دوی یوازې د وژل شوي امریکایي وګړي د برمته نیونې نیت درلود.
یوې بلې قضایي سرچینې هم د نوم نه ښودو په شرط د محکمې د حکم خبر تایید کړی دی.
فرانس پرېس د عراق د کورنیو چارو وزارت په حواله لیکلي چې سټیفان ترول د تېر کال د نومبر په ۷مه نېټه په بغداد کې د موټر چلولو پر مهال په مرمۍ ووژل شو.