د ایران دولتي تلوېزیون: د ایران استخباراتو د اسراییلو یوه ستره دسیسه شنډه کړه

ارشیف

ایران پر اسراییلو تور پورې کړی چې د دفاعي صنعت او د توغندیو د تولید په ورانکارۍ کې په ناکامه دسیسه کې لاس لري.

د ایران دولتي تلوېزیون نن اعلان وکړ چې د دفاع وزارت پوځي استخباراتو د ورانکارۍ یوه ستره دسیسه شنډه کړه چې د ایران پوځي توغندیو او د هوايي چلند صنعتونه یې په نښه کړي دي.

دغې تلوېزوني شبکې زیاته کړې دغه ورانکارۍ د صهیونیست رژیم د استخباراتو او د هغوی د استخباراتو په لارښوونه ترسره شوی دی.

خو اسراییلو سمدستي په دې اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.