د طالبانو له لوري په ننګرهار کې د دوو خبريالانو د خوشې کېدو هرکلى وشو

ارشیف

د افغانستان د خبریالانو د ملاتړ ځینو ټولنو په ننګرهار کې د کليد راډيو د دوو خبريالانو د خوشې کېدو هرکلى کړی دی.

له دې ډلې د افغانستان د ازادو خبریالانو ټولنې په خپل یوه بیان کې نن دا ټینګار هم کړی چې د طالبانو حکومت باید د رسنیو اړوند قضیې د شکایتونو د کمېسیون او د رسنیزو سرغړونو د څېړنې د کمېسیون له لارې تعقیب کړی.

په ننګرهار کې د کلید راډیو مسوول فقیر محمد فقیرزی او د دې راډیو خبریال جان اغا صالح شاوخوا شل ورځې وړاندې د وسله‌والو طالبانو له خوا نیول شوي وو.

اخوا د افغانستان د خبریالانو مرکز د دې تر څنګ چې د فقیرزي او صالح له خوشې کېدو هرکلی کړی ویلي چې د دغو خبریالانو بندیانول په اصل کې د ټولیزو رسنیو د قانون خلاف وو او باید یې ازادي نه وای سلب شوې.

دې مرکز زیاته کړې چې دمګړی لږ تر لږه لس خبریالان او رسنیز کارکوونکي بندیان دي.