یو روسي عسکر د باشقیرستان په اوفا کې له محاکمې مخکې ځان وژلی

د باشقیرستان نقشه

د 'ایلدار ب' په نوم یو روسی عسکر د باشقیرستان پلازمېنې اوفا ښار کې له محاکمې مخکې ځان وژلی دی.

باشقیرستان د روسیې دننه یو کور واکی جمهوریت دی.

د سیمه‌ییزو رسنیو په وینا، دا عسکر له خدمت د تېښتې په خاطر نیول شوی و.

چارواکو تر اوسه د پېښې په اړه څه نه دي ویلي.

'ایلدار ب' د جولای په نیمایي کې یې د لاسي بم په واسطه د ځان وژنې ګواښ کړی و او د خپلې جنایي قضیې د بندېدو غوښتنه یې کړې وه.

هغه وروسته بیا د باشقیرستان له مشر سره تر خبرو وروسته تسلیم او بندي شو.