پاکستاني چارواکي: د طالبانو حکومت د پاکستان د ځينو ترهګریزو بریدونو عاملان نیولي

ارشیف: څو اوونۍ مخکې د پاکستان په باجوړ کې پر یوې غونډې ځانمرګی برید وشو چې لسګونه کسانو ته په کې مرګ ژوبله واوښته.

د پاکستان د بهرنیو چارو موقت وزیر جلیل عباس جیلاني ادعا کړې چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت د ترهګرۍ د ځینو پېښو عاملان نیولي دي.

جیلاني پرون په بهرنیو چارو وزارت کې له یو شمېر خبریالانو سره بحث درلود او د افغانستان په شمول پر ګڼو موضوعاتو یې خبرې کړي.

هغه ویلي چې د طالبانو حکومت د پاکستان د ځينو ترهګریزو بریدونو عاملان نیولي او دوی ته یې په اړه معلومات ورکړي.

جیلاني تر دې زیات څه ونه ویل.

د طالبانو حکومت هم تر دې دمه د پاکستان د بهرنیو چارو د موقت وزیر د څرګندونو په اړه تبصره نه ده کړې.

د پاکستان پوځ او چارواکو په دې وروستیو کې د ګڼو بریدونو پړه پر هغو وسله‌والو اچولې چې د دوی په خبره له افغان خاورې پلانونه جوړوي.

له دې ډلې د جولای په ۱۲ د بلوچستان په ژوب کې پر پوځي مرکز برید کې چې ۹ پاکستاني پوځیان ووژل شول ځینې افغان اتباع ښکېل وبلل شول.

طالبانو تر دې مخکې په کلکه رد کړې چې له افغان خاورې پر پاکستان د بریدونو لپاره کار اخیستل کېږي.