د کرکټ اسیا جام؛ بنګله‌دېش او سریلانکا لوبډلې سیالي لري

د بنګله‌دېش کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړي د یوې مخکېنۍ لوبې پرمهال

د کرکټ په اسیا جام کې نن د بنګله‌دېش او سریلانکا لوبډلې سره مخ دي.

د دوی لوبه د سریلانکا په پالیکللې ښار کې ترسره کېږي.

اسیا کپ پرون د پاکستان او سریلانکا په کوربه‌توب پيل شوی دی.

په لومړنۍ لوبه کې پاکستان د نیپال لوبډلې ته په لوی توپیر ماته ورکړه.

د افغانستان لومړۍ لوبه راتلونکې یکشنبه له بنګله‌دېش سره ده.

په اسیا کپ کې افغانستان، پاکستان، هندوستان، بنګله‌دېش، سریلانکا او نیپال ګډون لري.