بایډن بیا له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو په اړه د خپلې پرېکړې دفاع وکړه

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر جوبایډن

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر جوبایډن یوځل بیا له افغانستانه د ټولو امریکایي ځواکونو د وتلو په اړه د خپلې پرېکړې دفاع وکړه او ویې ویل چې له دې هېواده په وتلو سره یې دا ښکاره کړه چې نوره د دې اړتیا نه وه چې د تروریستانو پر وړاندې د مبارزې لپاره دې په هغه هېواد کې پوځیان دایمي حضور ولري.

پرون چهارشنبې د اګست ۳۰مه له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو دوه کاله پوره شول او په دې هېواد کې د امریکا تر ټولو اوږده جګړه پای ته ورسېده.

د امریکا د پوځي حضور له پای ته رسېدو د مخه د ۲۰۲۱ کال د اګست پر ۱۵مه طالبان بیا پر افغانستان واکمن شول.

له سپینې ماڼۍ پرون چهارشنبې په یوه اعلامیه کې بایډن دغه راز ویلي چې متحده ایالات به د افغانانو ملاتړ ته دوام ورکړي او زیاته یې کړه چې: "موږ په دې ویاړو چې له افغانستان سره د بشري مرستو تر ټولو لوی بسپنه ورکوونکي یوو."

د افغانستان د بیارغونې پر چارو د امریکا سرپلټونکې ادارې سیګار څو اوونۍ مخکې کانګرس ته په یوه راپور کې وویل چې متحدو ایالتونو په تېرو دوو کلونو کې له افغانستان سره د بشرپالنې ۲،۳۵ میلیارډ ډالره مرسته کړې ده.