د بودیجې کمښت؛ اوچا: ښايي میلیونونه افغانان له روغتیايي خدمتونو بې‌برخې شي

د ارزګان ولایتي روغتون یوه څنډه

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره یا اوچا خبرداری ورکوي چې که لازمه بودیجه ترلاسه نه کړي په افغانستان کې به سږ کال په میلیونونو کسان له روغتیایي خدمتونو بې برخې شي.

اوچا پرون چهارشنبې په خپله ټولنیزه شبکه ایکس چې پخوا ټویټر نومېده ویلي چې ۳،۷ میلیون وګړي به د ژوند ژغورنې له له لومړنیو روغتیایي خدمتونو بې برخې شي. ۱،۵ میلیون وګړیو ته به په ۹۴ ولسوالیو کې د ژمي په مخه روغتیایي خدمتونه ونه رسېږي.

۲۹۶ زه امیندوارې او شیدې ورکوونکې ښځې به د امیندوارې، د ماشوم د زېږون او له زېږون وروسته د مور او ماشوم له روغتیایي خدمتونو بې برخې شي.

اوچا دغه راز ویلي چې له یو کال کم‌عمره ۱۴۸ زره ماشومان به هم له واکسین پاتې شي.

د روغتیا نړیوال سازمان په وینا، د دې لپاره چې په افغانستان کې لومړنۍ روغتیايي اړتیاوې پوره کړای شي، د خپلو عملیاتو لپاره د سږ کال په پاتې میاشتو کې ۱۲۵ میلیون ډالرو ته اړتیا ده.