د امریکا په فلوریډا کې توپان د تودو څپو له امله کمزوری شوی

د امریکا د توپانونو ملي مرکز په وینا، دغه توپان د جیورجیا ایالت د سوانا لوېدیځ سیمې ته رسېدلی او سرعت یې په ساعت کې ۱۱۰ کیلومترو ته رالوېدلی.

د ایډالیا په نوم توپان چې پرون چهارشنبې د ورځې په لومړیو کې یې د امریکا په فلوریډا ایالت کې سمندر ته نږدې سیمې سختې ځپلې وې، د تودو څپو له امله کمزوری شوی او هم یې سرعت کم شوی دی.

د امریکا د توپانونو ملي مرکز په وینا، دغه توپان د جیورجیا ایالت د سوانا لوېدیځ سیمې ته رسېدلی او سرعت یې په ساعت کې ۱۱۰ کیلومترو ته رالوېدلی.

دې توپان چې پرون د ورځې په پیل کې یې د ګلف خلیج په غاړه سیمې سختې ځپلې، د باد سرعت یې په ساعت کې ۲۰۰ کیلومتره و.

په ځپل شویو سیمو کې په لارو او سړکونو کې اوبه راپورته شوې او ډېر کورونه او موټر یې لاندې کړي وو.

د راپورونو دغه توپان په فلوریډا او جورجیا ایالتونو کې سمندرته نږدې سیمو کې د برښنا مزي پرې کړي چې له امله یې نږدې ۴۴۰ زره کورونه او نورې ودانۍ له برښنا بې برخې شوي دي.

د دغه توپان له امله د ځاني زیانونو راپورونه نه دي ورکړل شوي.