د طالبانو کورنیو چارو وزارت: کابل کې ۶۲ زره امنیتي کمرې لګول شوي، نورو ولایتونو ته هم غځیږي

د امنیتي کمرو یو تصویر- ارشیف

د طالبانو تر کنټرول لاندې د کورنیو چارو وزارت وايي، په کابل ښار کې يې له ۶۲ زره زیاتې ښکاره کمرې په سړکونو، کوڅو او مهمو ځایونو کې لګولي.

د دې وزارت ویاند عبدالمتین قانع په یوه ویډیوکلیپ کې چې پرخپلې ټولنیزې شبکې اېکس یا پخواني تویټر کې اېښې، وایي، دا کمرې یې د خلکو په همکارۍ د امنیت د ټینګښت په موخه د امنیتي او تخینکي طرحې له مخې په کابل ښار کې لګولي دي.

هغه ویلي چې د امنیتي طرحې له مخې، به د ښار ټولې سیمې تر څار لاندې راشي چې دا کاربه د جرایمو له مخینوي سره مرسته وکړي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند دغه راز وویل، چې د امنیتي کمرو د نصب لړۍ به د هیواد نورو ولایتونو ته هم وغځول شي.

د امنیتي کمرو له لګولو سره دا پوښتنه هم راپورته کیږي، چې د خلکو د خصوصي حریم خوندیتوب ترڅه حده په پام کې نیول کیږي.