د طالبانو ټولګټو وزارت: سالنګ لاره ۱۰ ورځې وروسته د رغونې لپاره په بشپړه توګه تړو

د سالنګونو یو مخکینی تصویر

د طالبانو تر کنټرول لاندې د ټولګټو وزارت خبري سرچینې وایي، د سالنګونو لویه لار به څه باندې یوه اونۍ وروسته د سنبلې په ۱۹ نیټه د هر ډول ترافیکي وسایطو پر مخ وتړل شي.

د تولګټو وزارت نن چهارشنبې په یوې اعلامیه کې ویلي، د سالنګونو د اتیا کیلومتره لويې لارې د بیا رغوني چارې له څه مودې راهیسې پیل شوي او د سالنګ تونل دننه د کانکریټ اچولوپه موخه به دغه لارد یولس ورځو په مخ تړلې وي.

په اعلامیه کې کې له ملي سوادګرو، موټرچلونکو او ټولو هیوادوالو غوښتل شوي، چې د دې یولسو ورځو په جریان کې دې خپلې اړونده اړتیاوي پوره کړي.

د افغانستان په شمال کې د سالنګ لاره یوازېنی لاره ده، چې اته شمالي ولایتونه له مرکز او د هېواد له نورو سیمو سره نښلوي.

مسافرو او موټرچلوونکو تل د دغې لویې لارې چې د سالنګ په تونل کې تېرېږي، له خرابوالي شکایت کړی دی.