۳۱ قرغزي ښځې او ۶۴ ماشومان د سوریې له کمپونو قرغزستان ته انتقال شوي

له سوریې څخه قرغزستان ته انتقال شوي قرغزي ښځې او ماشومان

د قرغزستان د بهرنیو چارو وزارت وایي چې ۳۱ قرغزي ښځې او ۶۴ ماشومان د سوریې له کمپونو قرغزستان ته انتقال شوي دي.

د بهرنیو چارو وزارت وویل چې قرغزستان ته د دې هېواد د اتباعو چې کلونه د سوریې په شمال لوېدیځو سیمو کې بند پاتې وو، په بېرته ستنولو کې متحدو ایالتونو، د ماشومانو د ملاتړ صندوق یا یونېسف او سره صلیب مرسته کړې ده.

قرغزي چارواکو ویلي وو چې د قرغزستان شاوخوا اته نیم سوه وګړي په سوریه او عراق کې له جهادي ډلو سره یوځای شوي چې یونیم سل یې وژل شوي دي.