د امریکا د ولسمشر جوبایډن اداره وایي چې یوه شبکه یې کشف او غړي یې نیولي چې هڅه یې کوله له ازبکستان څخه خلک په غیرقانوني توګه متحده ایالاتو ته بوځي او لږترلږه یو غړی یې د یوې بهرنۍ تروریستي ډلې غړی دی.
د امریکا د ملي امنیت د شورا ویاندې ادریان واتسن پرون سې شنبې په یوه اعلامیه کې وویل، امریکایي چارواکي باور نه لري چې د ازبکستان اتباع دې چې دغه قاچاقي شبکه یې جوړه کړې وه، له کومې تروریستي ډلې سره تړاو ولري یا دې کوم تروریستي برید پلان کړی وي.
په اعلامیه کې د بهرنۍ تروریستي شبکې نور جزییات نه دي په ډاګه شوي، خو یوه امریکایي چارواکي چې د خبرو کولو صلاحیت یې نه درلود او نوم یې نه دی ښودل شوی، اسوشېټېډپرېس آژانس ته ویلي چې هغه د اسلامي دولت یا داعش ډله ده.
په اعلامیه کې دا هم نه دي ویل شوي چې متحدو ایالتونو د دغې شبکې د کشف او د مهمو غړیو د نیولو لپاره یې له کومو هېوادونو سره همکاري کړې ده.
د امریکا د فدرالي پولیسو ادارې چې په دې اړه تحقیقات کوي، هم تایید کړې چې د دغو مهاجرینو اړوند یې کوم ځانګړی ترهګریز ګواښ نه دی په نښه کړی.
متحدو ایالتونو ته د خلکو د قاچاق د هڅو خبر داسې مهال ورکول کېږي چې جمهوري غوښتونکي د بایډن پر ادارې تور لګوي چې د پولو د خوندي کولو لپاره کافي کار نه کوي او ملي امنیت په خطر کې اچوي.